IQNA

په مشهد مقدس کې په کلتوری پروګرامونو کې  بهرني  زیارتوال  په ولولې سره ګډون کوي

16:14 - September 08, 2022
د خبر لمبر: 3486194
ایکنا-(تهران) د ایران د رضوي مقدس آستان یعني د امام رضا علیه السلام دسپيڅلي حرم  بهرني زیارتوال ددغه  مقدس آستان  د ؛ دینونو او بهرنیو سیلانیانو او زیارتوالو ؛ دبرخې د څانګې په مذهبی او کلتوري پروګرامونو کې په ولولې سره ګډون کوي.

ایکناخبری آژانس د ګلوب رضوي له قوله راپور راکړ،ددغې ډلې غړي چې اصالتا،د تانزانیا،یمن،کینیډا او پاکستان هیوادونو ښاریز دی،د حضرت امام رضا علیه السلام د سپيڅلي حرم د بهرنیو زیارتوالو دچارو د دفتر ځانګړي کلتوري خدمات ئې ترلاسه کړي د ي.

دغې ډلې په مشهد کې  دپاتیکیدا په  دوهمې ورخې کې د رضوي مقدس آستان  د دینونو اوبهرنیو زیارتوالو په څانګې کې شتون پیدا کړ او مختلفې برخې ئې ولیدې او دغه راز ئې ځینی خدمتونه هم وشول.

همداراز دغې ډلې ددغې برخې له مذهبی کارپوه حجةالاسلام رسول موسوي سره هم وکتل او بهرنیو زیارتوالو په دغې ناستې کې په انګریزي ژبه خپلې ځيني مسئلې مطرح کړې او ځوابونه ئې هم ترلاسه کړل او ددغې برخې فعالیتونه ئې وستایل او دغه راز د ناستې په پاي کې بهرنیو زیارتوالو ته ددغې څانګې له خوا ځيني ډالۍ هم ورکړل شوې .

د وئيلو ده دغه ډله د حسینی اربعیّن په ولولناک لاریون کې د ګډون لپاره نن له مشهده دعراق په لور له خوځيدا مخکې د امام رضا علیه السلام دسپيڅلی حرم  میوزمونو او کتابتونونو کتنه هم وکړه اودغه راز له دې وروسته ټاکل شوې ده چې د کربلان په لور وخوځيږي.

https://iqna.ir/fa/news/4084113/حضور-زائر

captcha